د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاک - ترک تعلیمي ادارو ترکي ښوونکي له پاکستانه مه باسئ'


په پاک- ترک سکولونو کې له ترکیې سره اړه لرونکيو ښوونکو شمېر ۱۰۸تنه دې او د کورنيو د نورو غړيو په شمول یې دا شميره نږدې ۴۵۰ ته رسېږي.

پېښورـ په پاکستان کې د پاک – ترک سکولونو استادانو له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې د دې ښوونځيو ترک ښوونکي دې له پاکستانه نه باسي. دغو استادانو نن په پېښور پرېس کلب کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې دا ښوونکي ترهګر نه دي چې پاکستان يې په زوره له هېواده باسي. تر خبرې غونډې وروسته د دې ښوونځيو يوې پاکستانۍ ښوونکې عشرت مشال راډيو ته وويل:

"دا استادان دي، ترهه ګر نه دي. نو بیا ولې له هېواده ویستل کیږي. عشرت

(( دا څه ترهه ګر نه دي بلکه استادان دي. موږ دا وایو چې له دغو استادانو سره نه خو ټوپکې دي او نه هم کوم جعلي تنظیم دې. نه هم په کومو غلطو کارونو کې لاس لري. نو بیا څه وجه ده چې داسې په سپکاوي دوی ویستل کیږي. ))

په دې اړه دا ویډیو وګورۍ:

http://www.mashaalradio.com/a/28123891.html

تر دې وړاندې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پاک -ترک ښوونځيو او کالجونو ښوونکو او شاګردانو هم د دې پرېکړې پرضد احتجاجونه کړي دي.

بلخوا د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې دا وخت د پاکستان په سفر دی، د حکومت دا ګام ستايلی دی. نن په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال نوموړي وويل چې د پاکستان لخوا د پاک ترک ښوونځيو عملې ته د نومبر پر ۲۰ مه د دې هېواد پرېښودو امر کول د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو څرګندونه کوي.

نوموړي ويلي چې په امريکا کې مېشت ترکي وګړي فتح الله ګولن تنظيم د پاکستان لپاره هم خطر دی. د ترک حکومت په وينا د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ترک ښوونځي د فتح الله ګولن تنظيم لخوا چلول کيږي.

دا مهال د پاکستان په ۱۱ ښارونو کې ۲۵ پاک ترک سکولونه او کالجونه چلېږي چې پکې تر يولسو زرو پورې زده کونکي تعلیم تر لاسه کوي.د دغو ښوونځيو يوه چارواکي تېره ورځ مشال راډيو ته ويلي و چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ورته امر کړی چې په درو ورځو کې دننه دې هغه ترکي ښوونکي د خپلو کورنيو له غړيو سره یوځای ووځي چې په یادو ښوونځيو کې یې دنده ترسره کوله.

دغه چارواکی زیاتوي چې په یادو سکولونو کې له ترکیې سره اړه لرونکيو ښوونکو شمېر ۱۰۸تنه دې او د کورنيو د نورو غړيو په شمول یې دا شميره نږدې ۴۵۰ ته رسېږي. د دغه چارواکي له وينا سره سم د کورنيو چارو وزارت د دغو ښوونکو او د هغوی د کورنيو غړيو د ويزو مودې غځولو ټول درخواستونه رد کړي دي

XS
SM
MD
LG