د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان: القاعده او داعش غوندې ډلې مسلمانانو ته زیان رسوي


د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، وسله والې ډلې د مسلمانانو هېوادونو ترمينځ کرکه زېږوي.

د پاکستان پارلېمان ګډې غونډې ته په خپله وينا کې اردوغان وويل، په نړۍ کې وسله والې ډلې په مسلمان هېوادونو ګډوډي خوروي. نوموړي تور پورې کړ چې د لوېدیز هېوادونه د دغه وسله والو ډلو مرسته کوي۔ نوموړی پر لوېدیځ دا تورونه په داسې حال کې لګوي چې امریکا او د لوېدیز هېوادونه په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والو پرضد د عملیاتو برخه دي.

اردوغان وويل، د القاعده او داعش غوندې ډلې مسلمانانو ته زیان رسوي. اسلام د امن و سلامتۍ دين دی. اسلام او ترهه ګري په خپلو کې هېڅ تړون نه لري، څنګه چې سختدریځي وسله وال اسلام ته نقصان رسوي بل هېڅوک یې هم نه شي رسولی.

نوموړي وويل، داعش له اسلام سره هېڅ اړه نه لري. د بدو خاتمه زموږ ذمه داري ده، پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف هلې ځلې کوي او ترکي هم د دا قسمه وسله والو ډلو خلاف خپل کوښښونه روان ساتلي دي.

د ترکيې ولسمشر زياته کړه چې د وسله والو ډلو په مټ په پاکستان او افغانستان کې ګډوډي خورلی شي، دا دواړه ورور هېوادونه دي او د دوی ترمنځ د ښو اړیکو لپاره به ترکیه خپله مرسته کوي.

رجب طيب اردوغان د پاکستان - ترکي تعلقاتو په اړه وويل چې دواړو هېوادونو تر مينځ اړيکې تش د خبرو تر حده نه بلکې په حقيقيت کې دي۔ موږ د پاکستان په غم او خوشالۍ کې برابر شريک يو۔ په ترکې کې په ۱۵ جولايي د بغاوت غندونکیو کې پاکستان لومړی هېواد وو.

XS
SM
MD
LG