د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان: د پاکستان او افغانستان اړیکې به ښه کوم


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د تعلقاتو په ښه کولو کې به رول لوبوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې پاکستان هر وخت د ترکيې ملاتړ کړی او د داوړو هېوادونو اړيکې به نورې ټينګوي. نوموړي دا خبره د زیارت په ورځد پاکستاني پارليمان ګډې غونډې ته د وينا پر مهال وکړه.

"له پاکستان سره اذاد تجارتي معاهده غواړو . رجب طیب اردوغان

تر دې مخکې د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره تر لېدو پس په ګډه خبري غونډه کې وویل چې تر ۲۰۱۷م کال مخکې به د دواړه هېوادونو تر منځ اذاده تجارتي معاهده وشي:

(( موږ به له پاکستان سره په تجارت، دفاع، صحت، توانايي او نورو شعبو کې د ښه والي او پرمختګ لپاره کوششونه کوو. تر ۲۰۱۷م کال مخکې اذاد تجارتي معاهده سر ته رسول غواړو. ))

رجب طیب اردغان وویل چې هېواد به یې په اقتصادي، تجارتي او عسکري شعبو کې له پاکستان سره مرسته کوي.نوموړي د ترهه ګري مخنیوي په لړ کې د اسلام اباد کوششونه وستایل او وې ویل چې پاکستان ته هم د ترهه ګري په لړ کې د ترکیې په شان نقصان رسېدلی. نوموړي وویل ترکیې به د هند تر انتظام لاندې کشمیر مسلې په سر د شخړې په لړ کې د پاکستان حماېت کوي.

اردغان وویل د پاکستان او هند تر منځ پر لانجمنه پوله لاین اف کنټرول روانه شخړه له پامه نه شي غورځېدای او پکار ده چې ملګري ملتونو له خپل قرارداد سره سم د شخړې حل را وباسي:

((د کشمير مسله بايد حل شي او د دې لپاره په کار ده چې د ملګرو ملتونو د قراراد پر اساس پاکستان او هند له يو بل سره مذاکرات وکړي او په دې لړ کې د کشميري وروڼو او خويندو غوښتنې هم په پام کې ونيسي. ))

اردغان زیاته کړه چې د فتح الله ګولین اداره په ترکیې کې د امنیت لپاره یوه خطره وه. په پاکستان کې د ترکیې ضد ډلې ته پناه ورکول نه دي پکار.

نوموړي وویل پاکستان او افغانستان تر منځ د تعلقاتو په ښه کولو کې به رول لوبوي. د نوموړي په خبره د پاکستان، افغانستان او ترکیې تر منځ درې اړخیزه معاهده د اهمیت وړ ده نو د دریو واړو هېوادونو تر منځ همکاري ضروري ده.

"پاکستان او ترکي به د امن لپاره په ګډه سره کار کوي. نواز شریف

د پاکستان وزیراعظم په دغه موقع وویل چې د پاکستان او ترکیېې تر منځ د مینې او اعتماد رشته ده. دواړه هېوادونه به د امن او سلامتۍ لپاره په ګډه کار کوي. نوموړي وویل د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت او سرمایه کاري به زیاتول کیږي:

(( زه دا ویل غواړم چې د یو مهم ملګري هېواد په حېث پاکستان او ترکیې به په سیمه کې او د سیمې بهر امن راوستو او د ترقۍ لپاره په ګډه سره هلې ځلې جاري ساتي.))

نواز شریف زیاته کړه چې په نیوکلیر سپلاېرز ګروپ کې د ترکیې لخوا دپاکستان د شمولیت حمایت مننه کوي.

XS
SM
MD
LG