د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چرګانو حکومتي نرخونه نه منو: کاروباریان


پېښورـ په خیبر پښتونخواکې د چرګانو خرڅ روزګارکونکو صوبايي تنظیم د حکومت لخوا د ټاکل شوي نرخ خلاف نن د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وویل چې د چرګانو کوم نرخ ډیلر او ضلعي انتظامیې مقرر کړی دی، په هغې کې دوي ته مکمل تاوان دی. د دوی په خبره د نرخ په اړه له دوی سره سلا نه ده شوې.

دغه کاروباریان وایي چې په ټوله صوبه کې په لکونو کورنۍ له دغه روزګار سره تړلې دي او که چرې حکومت ورته مناسب قیمت ورنه کړ نو دوی به مجبوره شي چې د چرګانو فارمونه او دا روزګار پرېږدي.

دوی وویل چې د حکومت لخوا د مقرر شویو کمو نرخونو له املهخوا شا لس فیصده خلکو دا روزګار پریښې دی نو پکار ده چې حکومت دوی ته سم نرخ ورکړي.

"که دغه شان صورتحال وي نو ښايي په صوبه کې د چرګانو کاروبار په ټپه ودریږي. شهزاد

د مظاهرې مشري کوونکي د چرګانو فارمونو تنظیم یو غړي شهزاد مشال ریډیو ته وویل که ضلعي انتظامیه د دوي ستونزو ته پاملرنه و نه کړه نو ډېر ژر به په صوبه کې دغه روزګار په ټپه ودرېږي:

(( زموږ په صوبه کې تر ټرانسپورټ پس پولټري فارمونه لوی کاروبار دې. له دې سره د لکونو په شمېر کې د خلکو روزګار تړلې دی. زموږ له معلوماتو سره سم لس فیصده کسانو د دغه ګام پس حتمي فېصله کړې ده چې موږ نور د فارمونو کاروبار پرېښږدو. که دغه شان صورتحال روان وي نو زما یقین دی چې دغه کاروبار به سل فیصده ختم شي ځکه چې وار له مخې دغه کاروباریان په قرضو کې راګېر دي.))

" د صوبايي انتظامیې نرخونه نه منو. معازالله خان

د دغه تنظیم یو غړي معازالله خان مشال ریډیو ته وویل چې نن صبا په یو بچې یا چرګوړي تر دوه سوه اویا روپو پورې خرچ رازي او حکومت دوي ته د یو کلو په سر یو سل لس روپۍ ایښودې دي چې د ګتې پر ځای ورته نقصان کیږي:

((په فارم کې په یو بچي لږ تر لږه ۴۰ ، ۵۰ روپۍ خرچه رازي. یو چرګوری بیا د ۱۲۰ روپو خوراک وکړي، تر دېرشو روپو پورې دوايي وخوري، کله پرې مرض راشي نو هغه خو بیخي تاوان ته خبره لاړه شي. موږ ته د دوي رېټونه هم نه دي منظور او د دوي فېصله هم راته نه ده منظور.))

د چرګانو تجارت کوونکو له حکومته د دوی لپاره د یو مستقل نرخ ټاکلو غوښتنه وکړه او وې ویل چې د دوی په پخوانیو احتجاجونو هم حکومت غوږ نه دې ګرولی. نو باېد چې په بېلا بېلو ضلعو کې د مختلفو نرخونو پر ځای د ټولو لپاره یو رېټ مقرر کړي.

XS
SM
MD
LG