د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوسوو کې د داعش ۱۹ مشکوک غړي نیول شوي


په کووسو کې پوليس وايي،۱۹ تنه یې له اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش)سره د اړیکو او د لویو ترهګريزوبریدونو د ترسره کولو په تور نیولي دي.

د نومبر پر ۱۶مه نېټه په پریسټینا کې د کوسوو چارواکیو وویل، دغو کسانو په ګاونډي هيواد البانیا کې د اسراییلو او کوربه هیواد البانیا ترمنځ د فوټبال لوبې پر مهالد برید کولو تکل درلود. دوی زیاتوي ، دغه مشکوک کسان یې په تېرو لسو ورځو کې نیولي دي.

دوی وايي، په نیول شویو کې څلورو یې په البانیا کې د برید نیت کړی وو چې موخه یې د نومبر پر ۱۲مه نېټه د جهاني جام لپاره د اروپايي غوراوي فوټبال لوبې پر مهال چې د اسرایلو او البانیا ترمنځ شوې وه د اسرایلیو لوبغاړیو او مېنوالو په نښه کول وو.

دوی زیاتوي، د برید سازش له جوتېدو پس یې د البانیا شمال کې د شکودر له ښاره لوبه تیرانا ته یووړه. پولیس ویلي دي، چې مشکوکو بریدګرو د اسلامي دولت وسله والې ډلې له غړي لاودریم مهاځيري امر اخیستی دی چې خپلځان په سوریا او عراق کې د البانویانو کمندان بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG