د لاسرسي ځای

د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ مشران او حکومتي مسوولین وايي، چې په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې د چارواکو لخوا د یادې ولسوالۍ بیارغونې او د خلکو د مهمو اړتیاوو حل کولو ته پاملرنه نده شوې.

د تریزیو او علشیرو مشرانو زیاتوله، کچیرې خلکو ته په خپلو سیمو کې کار او روزګار پیدا شي او هلته د بیارغونې کارونه پیل شي، نو هېڅوک به هم د نظام پر وړاندې وسلوال مخالفت ونکړي.

دوی یادې غوښتنې د چارشنبې په ورځ د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ په انګړ کې د افغان حکومت چارواکو او د قومونو پیوستون شورا په چوکاټ کې د قومي مخوروورغلې جرګې ته وکړې.

ځايي قومي مشر جان خان د سیمه والو غوښتنې پهدې توګه وړاندې کړې:

((د دې غوندې پر نفوسه او سټراتيژيکه ولسوالي په ټول افغانستان کې نشته، کچیرې دا اوله درجه ولسوالي شي، یو به مو پرسونل زیات شي، او بل به دې ته خپل فنډ او امکانات ورکړل شي، زموږ پر امنه ولسوالي ده، خلکو ته پروژې راوړئ، تر څو کار وکړي، بیا به یو مسلح طالب پیدا نکړئ، پدې شرط چې کار ورته پیدا شي، نه به څوک توپک راواخلي او نه به ورته زړه ښه کړي، خو متاسفانه کار نشته.))

حاجي حبیب شاه خان وايي په یاده ولسوالۍ کې د اوبو داسې سرچینې شته، چې ګټه يې ډېرو سیمو ته رسیدای شي، خو دوی ته پاملرنه نده شوې او د بیارغونې پروژې هم ندي ورکړل شوي:

((سړکونه مو په رښتیا هم ویجاړ دي، موسسې نه راځي ځکه چې سرحدي منطقه ده، خلک مو غریب دي، څه نلري، به په خپله انجینر یم، د خوست څومره اوبه چې راځي، دلته د تور اوبو په تور کاڼي کې یوځای کیږي، کچیرې امکانات يې ماته راکړي، زه به دومره برښنا جوړه کړم چې خوست خو لا څه چې ګردیز ته به هم ورسیږي، خو موږ ته چا کار ندی کړی.))

د تریزیو او علیشیرو ولسوال محمدیونس ځدراڼ هم د قومي مخورو غوښتنې پر ځای وبللې او ويې ویل، د بیارغونې په برخه کې د یادې ولسوالۍ سره دومره بې عدالتي شوې، که د بلې سیمې سره داسې چلند شوی وای، هغوی به نه وای تحمل کړي:

((هغه خام سړکونه چې پدې ولسوالۍ کې دي، که د نورو سیمو خلک داسې ستونزو سره مخامخ شي، نو لاریون به وکړي او لارې به بندې کړي، حتی ولایتي ادارې سره به بایکاټ وکړي، د دې ډېرې کمې ولسوالۍ چاردیوالۍ لري، په اوړي کې له ګرمۍ نه او په ژمي کې له بارانه بچ دي، نو دا څرنګه ولسوالي ده، دا خو د همدې خوست یوه سیمه ده.))

په دې ناسته کې د حکومت د اجراییه ریاست ارشد سلاکار الحاج غازي نواز تڼي هم برخه درلوده او خلکو سره يې ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونځې به ځايي ادارې او مرکزي حکومت سره شریکوي.

ده د تریزیو او علیشیرو د اوسیدونکو ځنې ستونزې او غوښتنې داسې وښودې:

((دوی د سړکونو په برخه کې، د کلینیکونو په برخه کې، د معارف په برخه کې د ځنو لارو په اوږدو کې چې خلک پرې زیات تګ او راتګ لري، امنیتي ستونځې شته، خوړونه دي، د بیابان منطقې دي، پدې اړه دوی غوښتنه کوله چې هلته امنیتي پوستې ځای پر ځای شي، نو دا مساله به زه امنیتي ارګانونو په شمول د وزیرصیب داخله سره شریکوم، په ټوله کې يې د بیارغونې په برخه کې ستونځې درلودې، موږ به د دوی غوښتنې ولایتي ادارې او مرکزي حکومت ته رسوو.))

د یادونې وړ ده، تریزي او علیشیر د خوست له ګڼ نفوسه سرحدي ولسوالیو څخه ده، چې د کورمې او وزیرستان سره يې نږدې ۴۵ کیلو متره ګډه پوله ده او د پولې پورې غاړې ته د ګاډو د تګ او راتګ درې پخې او اساسي لارې لري.

کتونکي وايي، کچیرې یواځې د تریزیو او علیشیرو د سیمې د تورکاڼي اوبه مهار شي، نو د خوست ولایت ډیری ځمکې به اوبیزې شي او د خوست له اړتیا زیاته برښنا به تولید کړي.

د اوبو یاد بند نږدې څلور لسیزې وړاندې د محمددواد خان د واکمنۍ پر مهال سروې شوی وو او ځني مقدماتي کارونه هم پرې پیل شوي ول.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG