د لاسرسي ځای

د پکتیا امنیه قوماندان وايي، د احمد ابا ولسوالۍ په ځینو سیمو کې به پوځي عملیات پیلوي.

مل پاسوال قادرګل ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د چارشنبې په ورځ په ګردېز کې غونډه وشوه.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:"وچ غړکې، څپړۍ کې، لنده غړکې او د مچلغو په شاوخوا کې د دښمنانو غوځښت لیدل کېږي، خو موږ په امنیتي غونډه کې پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به، په دا سیمو کې عملیات ترسره کېږي."

د پکتیا امنیه قوماندان د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې امنیت د ډاډ وړ بولي خو د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو روان کال د ناامنیو راپورونه خپاره شوي دي او د جانيخېلو ولسوالۍ یوه موده د دولت مخالف وسله‎والو په لاس کې وه.

XS
SM
MD
LG