د لاسرسي ځای

لوګر: دونیم زره ځوانانو ته د کانکور د تیاري زده کړې ورکړل شوې


په لوګر کې دونیم زره د دولسمو ټولګیو زده کوونکو او هغو ځوانانو ته چې د کانکور د تېرو کلونو په ازموینو کې بې نتیجې پاتې شوي، د کانکور د تیاري شپږ میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې.

د کانکور د تیاري زده کړې چې په وړیا ډول په یاد ولایت کې د وطنوال ښوونیز مرکز لخوا د ملي سوداګر انجینر عبدالرحمن وطنوال په مالي مرسته ورکړل شوي، فارغان يې تمه څرګندوي چې د سږنۍ کال د کانکور په ازموینو کې به خپلو انتخابي پوهنځیو ته لاره پیدا کړي.

د کانکور د تیاري د پروګرامونو فارغانو څخه تېره ورځ په لوګر کې یو ازمایښتي امتحان هم واخیستل شو، تر څو د تاکلي کمیټې له لوري د دې پروګرام موثریت او ګټورتوب وارزول شي.

د امتحان صحنې ته د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د ولایتی شورا رییس او غړي، د پوهنې ریاست مسوولین، ملي سوداګر او د یاد پروګرام تمویلونکیانجنیر عبدالرحمن وطنوال، د ادارو ریسان، قومي مشرانو او یو شمېر ځايي اوسیدونکي هم ورغلي ول.

د لوګر والي حلیم فدايي یاد پروګرام ډېر ګټور او د ځوانانو لپاره ضروري وباله ده وویل:

((تر بلې هرې ورځې د خوشالۍ ورځ ده ځکه په دې ځای کې د سعادت، علم، انسانیت ،افغانیت او اسلامیت استازي راټول دي، زه د عبدالرحمن وطنوال او د نوموړي ښونیز مرکز د مسوولینو او د هغو استادانو چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو هڅې کوي منندوی یم.، نور تاجران دې هم ددوی په پل ، پل کېږدي، وطنوال صیب په نورو خلکو کې د پوهنې د ملاتړ مادي او معنوي انګېزه ایجاد کړې، هر هغه څوک چې د پوهنې په اړه انګېزه ایجادوي زموږ لپاره د پوهنې سرلاری او رهبر دی.))

د لوګر واليوړاندې وویل، زموږ اساسي ستونزه داده چې د علم تر څنګ کسب ته توجه نه کوو، د بې کارۍ یو علت دادی چې کسب ته په سپک نظر ګورو، که زموږ زده کوونکي له یوې اکاډمیکې ادارې فارغیږي، کله چې بېکاره وي باید له کسب استفاده وکړي تر څو د بېکارۍ پر مهال خلکو ته دا انګېزه ور نه کړي چې علم په درد نه خوري.

د کانکور د تیاري د پروګرام یو تن زده کوونکی احمد سیر وايي، د دې پروګرام له تعقیب وړاندې يې اصلاً د کانکور د ازموینې لپاره هېڅ ډول تیاری نه لاره، خو اوس باوري دی چې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته به بریالی کیږي.

د غونډې په پای کې انجنیر عبدالرحمن وطنوال په خپلو لنډو خبرو کې د پوهنې په ارزښت رڼا واچوله او له ټولو خلکو یې هیله وکړه چې په خپلو بچیانو زده کړې وکړي.

یاده دې وي، طنوال ښوونیز مرکز په تېرو دیارلسو کلونو کې د ۳۵میلیونه افغانیو په قیمت ۲۲ زره ځوانانو ته د کانکور د تیاري زده کړې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG