د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۱۲ کیلومتره سړک پخېږي


د چارشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د حیدرخېلو د دوسرکه او دلپوریو تر منځ د غځيدلي ۱۲کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کار پیل شو.

دغه سړک چې د شپږو میاشتو په موده کې رغول کیږي، د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورباندې څه باندې ۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د یادې پروژې د کار د پیل په ځای کې د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني مشال راډیو ته وویل، چې د حیدرخېلو د دوسرکه او دلپوریو تر منځ پر سړکد خلکو او ګاډو ډېره ګڼه ګوڼه وي او دا چې پدې څو کلونو کې يې ځني برخې تخریب شوي، نو د ځايي ادارې په غوښتنه يې د اساسي رغونې کار پیل کړ.

د خوست مرستیال والي زیاته کړه:

''دغه سړک د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره حیاتي ارزښت لاره، دوولس کیلو متره سړک دی، چې ترمیمیږي، قیر پرې لویږي، قیمت د دې سړک ۴۷ میلیونه درې لکه څو افغانۍ ده، په مالي لحاظ د وزارت فواید عامې نه تمویلیږي، انشاالله د شپږو میاشتو په موده کې به دا پروژه تطبیقیږي، ولس نظارت ترې کولای شي، موږ هم نظارت ورڅخه کوو، کچیرې روغ سړک وي، زموږ او ستاسو تګ راتګ پرې ژر کیږي او مریضان مو عاجل روغتون ته وړل کیږي.''

ځايي خلکو هم د یادې پروژې د کارونو پر پیلیدو خوښي څرګنده کړه او له ځايي ادارې يې وغوښتل، چې د پروژې په تطبیق کې د سړک کیفیت او ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.

ځايي قومي مشر حاجي ګل نواز او د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وايي:

''خپله منطقه او خپل وطن مو دی، خپله خاوره مو ده، له دولت نه اساسي سړک غواړو، داسې دې نه کوي چې په سړک موبلاین واچوي، شګه ورسره ګډه کړي او پدې سړک پوخ کړي، نه سټنډرډ سړک باید پوخ شي.

۲-دغه سړک پدې مهم دی چې مهمه ولسوالۍ ورلاندې ده، دې سره نږدې نادرشاه کوټ او تڼیو ولسوالۍ دي، پدې سړک زرګونه خلک رفت امد لري، کچیرې دا سړک اساسي ترمیم شي، نو د خلکو ستونځې به ورسره حل شي.''

د خوست د ټولګټو چارو رييس انجینر مامورشاه وویل، چې د دې سړک په شان د یاد ولایت نږدې ټول ۳۶۰ کیلومتره سړکونه اساسي رغونې او ترمیم ته اړتیا لري او کچیرې پاملرنه ورته ونشي، نو د تخریب او زیانمنیدو امکان يې موجود دی.

انجینر مامورشاه وايي:

''له قرارداي مې خواهش دادی چې اول دې د سړک داغ ګیري ونیسي، وروسته باید فرینکوټ او سپري وکړي، بیا وروسته باید سړک ته یو پوخ ورکړل شي، څرنګه چې په خوست کې ۳۶۰ کیلومتره سړک قریزي شوی دی، موږ غواړو چې دا ټول سړکونه بېرته له سره په اساسي توګه ترمیم شي، که دا سړکونه ترمیم نشي، ددې امکان شته چې ټول په کلي ډول تخریب شي.''

بل لوري ته کتونکي په دې باور دي، کچیرې د خوست د سړکونو د ساتنې او مراقبت په خاطر د ګرځنده ټیمونو په واسطه همیشنۍ کتنه او ساتنه ونشي، نو دا سړکونه به تر ډېره ونه پایږي.

دوی وايي همدا اوس د یاد ولایت په لسګونو ځایونو کې پر سړک اوبه راغلي، لاندینۍ طبقه يې اوبو تشه کړې چې له کبله يې پاخه سړکونه مات او ټیټ شوي دي.

XS
SM
MD
LG