د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د نارینه و په حقونو بحث کوي


د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شیراني
د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شیراني

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل پر نارینه و د ښځو د تشدد او زور زیاتي مخنیوي لپاره د قانون سازۍ په لړ کې پر وړاندیزونو غور کوي.

په دې لړ کې د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل غړي صاحبزاده زاهد محمد قاسمي د دې کونسل مشر ته یو لیک استولی چې پکې د نارینه و د حقونو خوندي کولو په هکله د قانون جوړولو لپاره د وړاندیزونو غوښتنه شوی ده.

د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اسلامي نظریاتي کونسل درې ورځینۍ غونډه پیل شوه چې پکې به په دغه لیک هم بحث کیږي.

صاحبزاده زاهد محمد قاسمي د چارشنبې په ورځ مشال رېډیو ته وویل چې دغه لیک یې د روان کال په جنورۍ کې د کونسل مشر مولانا محمد خان شېراني ته لېږلی وو. د نوموړي د وینا ترمخه په دې مسله کې ورته له پنجاب صوبې ګڼو نارینه و درخواستونه ورغلي وو چې پکې یې ویلي وو خپلو ښځو په زور له کورونو اېستلي دي.

صاحبزاده زاهد محمد قاسمي همدا راز وویل دغه ډول یو درخواست ورته د سند صوبې له کراچۍ او یو له خېبر پښتونخوا هم وراستول شوی دی. نوموړي زیاته کړه:

(ما په خط کې کونسل ته لیکلې وو چې زموږ په ټولنه کې د نارینه و حقونه په پوره توګه نه ادا کیږي. په بعضې سیمو کې ځیني ښځې په نارینه و ظلم او تشدد هم کوي. دا راز ځیني ښځې له نارینه و جایدادونه په خپل نوم کړي او له کورنو یې وباسي. د قران وسنت په رڼا کې د دغه ډول مظلومه نارینه و د حقونو د محفوظه کولو لپاره د قانون سازۍ په اړه هم کونسل ته سفارشات کول پکار دي. چېرمېن صېب په دې روانه غونډه کې د بحث لپاره زما خط په اېجنډه کې شامل کړی دی.)

د پاکستان په ځینو برخو کې وخت نا وخت داسې پیښې رپورټ کیږي چې پکې ښځې د خپلو وروڼو او پلرونو په ملاتړ په خپلو خاوندانو تشدد کړی وي.

د اسلامی نظریاتي کونسل په دې ورځینۍ غونډه کې به د خېبر پښتونخوا اوپنجاب صوبې د ښځو او ماشومانو د حقونو او پر هغوی د تشدد د مخنیوي په اړه په وړاندیزونو هم غور کېږي.

XS
SM
MD
LG