د لاسرسي ځای

دترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چارشنبې ورځ د پاکستان په دوه ورځني سفر دغه هېواد تلونکی دی.

په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړی به نوموړې د پاکستان له ولسمشر، وزيراعظم او نورو لوړپوړیو چارواکیو سره په خپله لیدنه کې د دوه اړخيزه اړیکو ترڅنګ پر سیمه ییزو او نړۍوالو چارو غږېږي او د پارلېمان یوې ګډې غونډې ته به وینا کوي خو د تحریک انصاف مشر له غونډې په دې دلیل بایکاټ اعلان کړی چې وزیراعظم نواز شریف د درغلیو تر تورونو لاندې دی.

عمران خان زياته ویلي ترکي او پاکستان نژدې اړیکې لري او د ګوند پارلېماني کمېټۍ او سېنېټ غري به ولسمشر اردوانته هرکلی ووايي خو ګډې پارلېماني غونډې ته د هغه وینا ته نه ورځي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان یوڅو ځلي پاکستان ته تللی دی خو په ترکیې کې د پوځي مارشل لاء له ناکامه کېدو ورستو دا اسلام اباد ته د نوموړي لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG