د لاسرسي ځای

د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د شبکې کارونه پیل شول، لدې شبکې، چې د ښار جوړولو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي، د لوګر د مرکز پنځلس زره کورنیو د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي تېره ورځ پدې اړه جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته وویل، یاده پروژه د پل علم لپاره مهمه او زېربنایي پروژه ده، چې اوسیدونکي به يې د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمن شي.

حلیم فدایي زیاته کړه، د پل علم ښار لپاره مو ۲۵ کلن تفصیلي ښاري پلان جوړ کړی، چې سړکونه،فرعي لارې او د یو عصري ښار ضرورتونه په کې په پام کې نیول شوي دي.

د لوګر والي د اوبو رسونې د شبکې د لومړنیو کارونو مشخصات داسې وړاندې کړل:

((د اوبو رسونې دا شبکه د ښارجوړونې وزارت لخوا جوړېږي چې دادی په رسمي ډول ودانیزې چارې يې پیل شوې، پدې پروژه کې دری ژورې څاګانې، له څاګانو څخه د اوبو تر ذخیرو پورې ۲،۴ کیلو متره پایپ لاین، د اوبو رسونې د شبکې پر سر دری دفتري خونې، احاطه او د ۱۲۰۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره دوه د اوبو لویې زېرمې شاملې دي.))

د لوګر د ښار جوړونې رئیس انجینر حمیدالله سنګر وایي، په لوګر کې تر اوسه یوه اساسي ستونزه دا ده چې دلته خلک پاکو اوبو ته لاسرسۍ نلري، ډېر خلک د څښاک لپاره د ویالې اوبه کاروي، چې د روغتیايي ستونځو لامل کیږي.

نوموړی زیاتوي:

((د پل علم د ښاریانو یوه لویه غوښتنه دا وه چې باید دوی پاکو اوبو ته لاس رسی ولري، چې له نېکمرغه د اوبو رسونې د یادې شوې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزې هوارې شي، دا لومړی ځل دی چې په پل علم کې داسې یوه پروژه پلې کېږي، زموږ هڅه دا ده چې دا ډول مهمې پروژې د لوګر په ولسوالیو کې هم پلې کړو، او دا پروژه به د پل علم ښاریانو لپاره په هره برخه کې مهمه ثابته شي.))

د پل علم ښاریان هم د یادې پروژې د کار له پیلیدو خوښي څرګندوي، او وایي چې پدې سره به د دوی د ژوند یوه مهمه اړتیا چې هغه د پاکو اوبو شتون دی، سرته ورسیږي.

د لوګر یو تن مدني فعال شفیق پوپل وایي، د اوبو رسولو دا شبکه به نه یواځې د لوګر زرګونه کورنیو ته پاکې اوبه ورکړي ددې ځای دولتي ادارې او نور رسمي ځایونه هم د پاکو اوبو برخمن شي.

د لوګر د مرکز پل علم ښار چې د افغانستان د نویو جوړیدونکو ښارونو څخه دی، پدې وروستیو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر نورو ښارونو په څېر ورته، د ناامنیو له ویرې د ولسوالیو او اطرافي سیمو زرګونه کورنۍ را کډه شوي چې پدې سره د ښار د وګړو نفوس ډېر شوی او هغوی ته د ښاري خدمتونو د ډېرېدو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو زیاتیږي.

XS
SM
MD
LG