د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشارالاسد: د وسله والو پر ضد له ډونلډ ټرمپ سره ګډ کار ته تیار یم


د شام ولسمشر بشارلاسد ویلي ، دی دې ته انتظار کوي چې ایا د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د شام په اړه امریکايي تګلاره بدلوي او که نه.

ولسمشر بشارالاسد د ډونلډ ټرمپ په اړه دا لومړۍ څرګندونې د سېشنبې په ورځ د پورتګال یو ټلویزیون ته په مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي ، دی بیا هم له امریکايي ولسمشر سره په ګډه د وسله والو پر ضد مبارزي ته تیار دی.

ولسمشر بشارالاسد ویلي ، ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شام کې د رژیم نه بلکې د وسله والو پر ضد د مبارزې د اړتیا په اړه له هیلو ډک بیانونه ورکړي وو چې اوس به پر هغه عمل کوي او که نه.

ډونلډ ټرمپ وړاندیز کړی چې په شام کې به د امریکا دا تګلاره بدلوي چې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې یې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د جګړه کوونکو ځینو ملاتړ کړی دی.

بشارالاسد ویلي دوی د ټاکل شوي امریکايي ولسمشر په اړه شکمن دي او د هغه په اړه په پرېکړه کولو کې ډېر پام کوي.

د نوموړي په وینا ، که چېرې ډونلډ ټرمپ د ترهګرو پر ضد جګړه کوله نو دوی به یې خامخا ملګرتیا کوي او دوی به فطري اتحادیان وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG