د امریکا د استازو جرګې په یوه خوله پر ایران د یوې لسیزې پخوانیو بندیزونو نوي کولو او د شام د ولسمشر بشارلاسد د پلویانو پر ضد د نوي بندیزونو منظوري ورکړې ده.
څلور سوه نولس غړو د دې قانون په حق کې او یوازې یوه غړي یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده کوم چې په یاده جرګه کې پر ایران د فشار او د بشارلاسد پلویانو ته د سزا ورکولو ملاتړ په ډاګه کوي.
سېنټ به اوس ولسمشر ته تر لېږل کېدو وړاندې پر دې بل عمل کوي.
پر ایران د بندیزونو غځولو دا بل به امریکا ته دا اجازه ورکوي چې که چېرې ایران د مهم ایټمي تړون له مخې پر کړو ژمنو پوره ونه خېژي نو سزا ورته ورکړل شي.
هم دا بل د شام د ولسمشر بشارالاسد مهم ملاتړي لکه روس او ایران په نښه کوي ، د کوم لپاره چې د د ولسمشر له خوا پر هغو هیوادونو او کمپنیو د بندیزونو اړتیا وي چې د شام له حکومت سره یا کاروبار کوي او یا هم مالي مرستې ورکوي.