د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ولسمشر د اقتصادي پرمختګ وزیر ګوښه کړ


د روس ولسمشر ولادمیر پوټین د درغلیو په تور کې د دې هیواد د اقتصادي پرمختګ وزیر له دندې لرې کړی دی.

دا خبره د روسي ولسمشر ماڼي کرملین د سېشنبې په ورځ له هغه ۲۴ ساعته وروسته کړې ده چې یاد وزیر الیکسي الیو کاییف په درغلیو تورن وګڼل شوي او ونیول شو.

د کرملین له خوا خپور شوی بیان وايي ، ولسمشر ولادمیر پوټین د بې باورۍ له کبله الیکسي الیو کاییف له دندې لرې کړ.

روسي ولسمشر دا ګام له هغه سم دستي وروسته پورته کړی چې عدالت تر څېړنو وروسته وویل چې الیکسي الیو کاییف په اکتوبر کې د تېلو له یو حکومتي کمپنۍ سره د مرستې په بدل کې دوه میلیونه ډالر رشوت اخیستی دی.

د عدالت په وینا ، الیکسي الیو کاییف له روزنیف نومي کمپنۍ سره د رشوت په بدل کې همکاري کړې چې د بیشنف په نامه بلې کمپنۍ ځای ونیسي.

د نوموړي نیول کېده د ولسمشر ولادمیر پوټین په شپاړس کلنه واکمنۍ کې تر ټولو د لوړپوړي چارواکي نیول کېده ګڼل کېږي کوم چې سیاسي او مالي کړۍ حېرانې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG