د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: په تور لیسټ کې د ملا هبت الله د شاملولو ملاتړ کوو


روس وايي ، دوی به د ملګرو ملتونو په تور لیسټ کې د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د نوم د شاملولو ملاتړ وکړي.

دا خبره د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سېشنبې په ورځ اینټرفاکس خبري اژانس ته کړې ده.

نوموړي ویلي ، په کار ده چې لومړی په دې اړه د افغان حکومت پر دلیلونو غور وشي.

ضمیر کابلوف زیاته کړې چې که چېرې افغان چارواکي په دې اړه کره اسناد وړاندې کړي نو دوی به پر دې وړاندیز غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له چارواکو وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده نوم دې د نړیوالو ترهګرو په لیسټ کې شامل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG