د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ۳۲ کسان خوشي کړي


د افغانستان د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان کمانډو ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندانه ۳۲ تنه خوشي کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن(چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره شپه په ښورکي سیمه کې شوي دي.

عمر ځواک زیاتوي چې په خوشې شویو کې ۲۸ د ملي اردو سرتیري او څلور ملیکان و.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند کې د وسله والو طالبانو زندانونه مات کړي و او یوشمېر کسان یې ورڅه ژغورلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG