د لاسرسي ځای

د بلوچستان حکومت وايي ، په دې صوبه کېاسلامي دولت وسله واله ډله – داعش – هیڅ شتون نه لري.

دا خبره د یادې صوبې د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د سېشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وکړه.

د یادونې وړ ده چې په کوټه کې د پولیسو پر مرکز او په خضدار ضلع کې پر شاه نوراني مزار د خونړیو بریدونو پړه اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه.

د چارواکو په وینا ، په دې بریدونو کې په مجموعې توګه تر سل زیات کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG