د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل: د شمالي وزیرستان کډوال دې سږ کال ستانه کړل شي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف امر کړی چې له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک دې د روان ۲۰۱۶م کال تر پایه خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې – آی ایس پي آر – په وینا ، جنرال راحیل شریف دا خبره د سېشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې کړې ده.

د اتمانزي وزیرو مشر ملک نصرالله وزیر مشال راډیو ته وویل چې دوی له جنرال راحیل شریف څخه یو شمېر غوښتنې وکړې

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات له تېرو شاوخوا دوه نیمو کالو روان دي چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي دي.

په دې بې کوره کړل شوو خلکو کې لوی شمېر په بنو او د افغانستان په خوست کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG