د لاسرسي ځای

د کورمې ایجنسۍ د پاړه څمکنۍ خلک غوښتنه کوي چې د بجلۍ ورکولو اداره یا ټېسکو دی ورته ژر تر ژره برښنا بحال کړي.

د سېشنبې په ورځ د کورمي ملک سعید الله جان مشال راډيو ته وویل،په سیمه کې له دوه اونیو څخه د زیاتې مودې راهیسې بجلي خرابه ده.

دغسي د خوني خیلو سیمي اوسیدونکي بدي زمان مشال راډيو ته وویل، چارواکي یې خبر کړې دي چې د سیمې په یو شمیر ځایونو کې بجلي نیشته خو حکومتي چارواکي یې دې ستونزې ته هېڅ پام نه کوي.د ډونګې سیمې امین الله بیا وايي،د بجلۍ د نیشتوالې له وجې له سختو مشکلاتو سره مخ دي.

بلخوا د هنګو ډویژن د بجلی محکمې مشر یوسف حسين مشال راډیو ته وویل، د صدی سیمې ګريډ سټېشن کمزوری دی او هلته خلک زیاته بجلي کاروي . نوموړی زیاتوي چې په ګریډ سټېشن د بجلۍ زور کمولو لپاره په نوی فیډر لګولو کار روان دی چې له وجې یې د دغه سیمو بجلي بنده شوې ده. یوسف حسين وايي، کیدای شي چې د سیمې بجلۍ په بحالېدو کې یو څو ورځې ولګیږي.

XS
SM
MD
LG