د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیسو پر نرښځي تشدد کوونکي پنځه تنه نیولي دي


دا د هغې ویډیو تصویر دی چې پر نرښځي تشدد کېږي
دا د هغې ویډیو تصویر دی چې پر نرښځي تشدد کېږي

د پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پولیسو د یو نرښځي د ځورولو په تور پنځه کسان نیولي دي. پولیس وايي دا کسان د یاد نرښځي په ځورولو کې ککړ دي.

اسلام اباد: د پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پولیسو د یو نرښځي د ځورولو په تور پنځه کسان نیولي دي. پولیس وايي دا کسان د یاد نرښځي په ځورولو کې ککړ دي.

دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر څوارلسمه نېټه پر فېس بک یو ويډیو خپره شوه چې پکې یو نرښځی پر کټ تړل شوی او یو کس یې پټو وهي.

د پولیسو په وینا ، دا کس ججه جټ نومېږي. دی له خلکو ګلنګ غواړي او چې ور یې نه کړي نو ځوروي یې.

د سیالکوټ د صدر تاڼې تفتیشي افسر جمیل مشال راډیو ته وویل چې د ککړ کسانو پر ضد د غلا ، تشدد او د کلنګ اخیستلو په اړه مقدمې ثبت شوې دي.

نرښځیانو له حکومته غوښتنه کړې چې په داسې پېښو کې ککړ کسانو ته سخته سزا ورکړي.

د خېبر پښتونخوا د نرښځیانو د اتحادیې مشره فرزانه وایي ، په سیالکوټ کې دې نیول شوې ډلې دا پېښه یو وارې ونکړه دوی شاه خوا شپاړس نرښځیان نه یوازې ځورولي بلکې ورباندې یې جنسي تېری هم کړی دی.

د هغې په وینا ، په کار ده چې ټول نرښځیان د خپل حق لپاره اواز پورته کړي.

د نرښځیانو حقونو لپاره کارکونکې قمر نسیم وایي ، نرښځیان زموږ په ټولنه کې کمزوري خلک دي. دوي د حکومت د تحفظ نه بهر دي.

د قمر نیسم په وینا ، دا نرښځیان زموږ په قوانینو ، عدلیې ، مدني ټولنه او د ملګرو ملتونو د ادارو په دایره کار کې نه راځي.

نوموړې زیاته کړې چې په پاکستان کې داسې ډېرې کمې غېر سرکاري ادارې دي چې د نرښځیانو دحقونو لپاره کار کوي.

د نوموړي په وېنا چې نرښځيانو ته د خپلو حقونو په اړه مالومات نشته او که ورسره وي هم نو بیا ورسره د قانون او انصاف ورکونکې ادارې نه درېږي.

د نرښځیانو د حقونو کارکونکي وايي چې له ۲۰۱۵م کاله راهسې شاوخوا څلور سوه د تشدد پېښې مخې ته راغلې دي خو نن هم د حکومت لخوا د ککړو کسانو پر ضد په اغیزناکه توګه ګامونه نه دي پورته شوي دي.

XS
SM
MD
LG