د سېشنبې په ورځ په پېښور کې د اقتصادي راهدارۍ په اړه د جماعت اسلامي تر مشرۍ لاندې په یوه ټول - ګونديزه غونډه کې د واکمن مسلم ليګ نواز ډلې پرته شپاړلس سياسي ګوندونو برخه واخیسته. دې ګوندونو په يوه متفقه اعلاميه کې غوښتنه وکړه چې وفاقي حکومت دې د راهدارۍ غربي لارې جوړولو په اړه دوی ته پوخ ډاډ ورکړي.
دوی د راهدارۍ په پروژو کې له باجوړه تر وزيرستانه د یوې لويې لارې جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په اعلاميه دا هم ويل شوي، وفاقي حکومت دې د راهدارۍ له مخې د تورخم لاره جوړه کړي چې دا رنګه سيمه له منځنۍ اسيا سره و تړل شي.
سياسي ګوندونو ويلي، د خيبرپښتونخوا د برېښنا (بجلۍ) لویه لیکه دې عصري کړل شي او د دې لپاره دې پنځه اربه ډالر بېل کړي.
د خيبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونه او سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان وفاقي حکومت تر دغه صوبو تېرېدونکې غربي لار د چين - پاکستان له اقتصادي راهدارۍ څخه اېستلې ده او د راهدارۍ ټولې ګټې يې پنجاب ته اړولې دي خو وفاقي حکومت دا تورونه ردوي او وايي له پخوانۍ نقشې سره سم غربي لار جوړوي.
په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکرد نومبر په اوومه نېټهپه چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې دغې صوبې ته د ونډې نه ورکولو په معامله پېښور های کورټ ته د وفاقي حکومت خلاف درخواست کړی. سپیکر اسد قیصر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، عدالت ته یې په خپل درخواست کې له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې د چین ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې په اړه دې جزیات په ډاګه کړي.
خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د عدالتي غوښتنې په ځواب کې د نومبر په لسمه نېټه په ګورنر هاوس پېښور کې وفاقي وزیر احسن اقبال د چین -پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او ویې ویل چې مغربي لار یې هم برخه ده او په تېزۍ سره پرې کار روان دی. هغه وویل په دې نومبر میاشت کې دغه لار فعاله کړل شوې چې پرې له چینه د ګاډو یو کاروان هم دوې ورځې وړاندې ګوادر ته ورسېدلو. نوموړي تر هغه وروسته پېښور ته ولاړ چې تېره اوونۍ د صوبايي اسمبلۍ سپیکر په پېښور های کورټ کې د مغربي لارې نه جوړولو پرضد یو درخواست وکړ خو وفاقي وزیر وویل پکار ده دغه درخواست بیرته واخیستل شي ځکه چې له دې سره به په بهرنیو پانګه والو بد-اغېز پرېوځي.