د لاسرسي ځای

د دوشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر له ډونلډ ټرمپ سره د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ټیلیفوني خبرې کړی دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه خبرې چې د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو وروسته په لومړی ځل وشوی پکې په کړکیچنو تعلقاتو بحث وشو.

د ټرمپ د ټیم لخوا په یو بیان کې ویل شوي پوټین د دوشنبې په ورځ وختي ټرمپ ته ټیلفون کړی وو چې پکې یې هغه ته د ډیموکرټیک ګوند د کاندیدی هیلري کلنټن په وړاندې د اتم نومبر په انتخاباتو کې په بریا مبارکي ورکړه.

د دې بیان ترمخه منتخب ولسمشر ټرمپ تمه لري چې په راتلونکې کې له روس سره مضبوط او تل پاتې تعلقات ولري.

بیان زیاتوي چې دواړو مشرانو امریکا او روس ته په ورپيښو ګواښونو او چیلنجونو، سټرټیجیکي اقتصادي معاملو او له ۲۰۰ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تاریخي تعلقاتو خبری وکړی.

د دوشنبې په ورځ د روس ولسمشر له دفتره یو بیان کې ویل شوي وو چې ټرمپ او پوټین په ټیلیفوني خبرو کې په دې متفق شوي چې د دواړو هېوادنو ترمنځ موجوده تعلقات د ډیر بې اطمینانۍ په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG