د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ـ چین اقتصادي پروژې په اړه ټولګوندیزه غونډه کېږي


په پېښور کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې د خېبر پښتونخوا د برخې غوښتلو لپاره ټول ګوندیزه غونډه کېږي.

دا غونډه چې جماعت اسلامي رابللی پکې دولسو سیاسي ګوندونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په دې اړه د دوشنبې په ورځ د یاد ګوند د خېبر پښتونخوا مشر مشتاق احمد خان مشال راډیو ته وویل چې وفاقي حکومت د ژمنو باوجود په اقتصادي راهدارۍ کې د خېبر پښتونخوا حق له پامه غورځولې او دې لړ کې یې مغربي لارې ته د نشت برابر توجو کړې ده.

د اتوار په ورځ په ګوادر کې د چین پاکستان اقتصای راهدارۍ د منصوبې رسمي پرانسته وشوه.

په دغه موقع خپله وینا کې وزیر اعظم نوار شریف وویل چې په دې راهدارۍ کې به ټولو صوبو ته خپل حقونه ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG