د لاسرسي ځای

د افغان کډوالو نېټه دې وغځول شي: سیاسي ګوندونه


د پاکستان سیاسي ګوندونو له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې میشت افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنیدلو موده دې د راتلونکي کال تر پایه وغځوي او ټول غېر رجسټر افغان کډوال دې رجسټر کړي.

د دوشبنې په ورځ په اسلام اباد کې د سرحداتو او ریاستونو د چارو وزارت (سېفران) کې د یوې ټول ګوندیزې غونډې وروسته د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک خبریالانو ته وویل په صوبه کې یې په لکونو غېر رجسټر کډوال میشت دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار وايي دا مهال خوا اوشا ۱۳ لکه رجسټر او څه باندې شپږ لکه غېر رجسټر افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG