د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې پخوانی پرمختیايي پروژې بیارغول کیږي


د پکتیکا چارواکي وايي، د یاد ولایت د نهو ولسوالیو په کلیو او اطرافو کې هغه پرمختیايي او ټولګټې پروژې چې په تېرو کلونو کې پلي شوي، خو اوسمهال زیانمنې دي او یا د خرابیدو له ګواښ سره مخامخې دي، د ۱۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت به له سره ورغول شي.

د دوشنبې په ورځ پدې موخه جوړه شوې غونډه کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، لدې شپږ میاشتنۍ برنامې څخه موخه داده چې له یوې خوا پدې موده کې زرګونو وزګارو کسانو ته په خپل کور او کلي کې کار پیدا شي او بل لوري ته هغه پروژې له سره ترمیم او ورغول شي، چې اوسمهال د زیانمنیدو له ګواښ سره مخامخې دي.

محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

((تاسو ته چې دا پروګرام ستاسو په کلیو کې د ترمیم په نامه یا د حفظ مراقبت په نوم پیلیږي، ددې اصلي هدف تاسو او ستاسو د اولادونو لپاره کار موندنه ده، دویم هدف يې دادی چې تاسو د خپلو پروژو ساتنه وکړئ، درېیم هدف يې دادی هغه ستونځې چې د بیارغونې په برخه کې لرئ، د دې برنامې له لارې يې حل کړئ.))

پکتیکا والي په خپلو خبرو کې په تېرو ورځو کې له ولسمشر محمداشرف غني سره د یاد ولایت د مشرانو کتنې په باب هم خبرې وکړې او ويې ویل، ولسمشر پکتیکا ته ځانګړې توجه لري او ډېر ژر به یاد ولایت ته په نورو برخو کې هم ځانګړې پروژې ورکړي.

یاد فنډ چې د پروژو د ساتنې او څارنې په نوم د کلیو پراختیا وزارت لخوا ولایتونو ته ورکول کیږي، د کلیو د پراختیايي شوراګانو لخوا به د خلکو په لاس پلي شي.

د پکتیکا د کلیو پراختیا ریاست د برنامو امر انجینر مومن وايي، د دې پروژو څخه به ټولې ۵۲ زره کورنۍ ګټه واخلي، شپږ میاشتې به وخت ونیسي او د ۴۰۷ پرمختیايي شوراګانو لخوا به عملي کیږي.

نوموړی زیاتوي:

((دغه پروژې به د څه د پاسه ۱۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا په نهو ولسوالیو کې د شپږو میاشتو په موده کې پلي کیږي، چې پدې کې به تقریباً درې لکه کاري ورځې رامنځته کیږي او ۵۲ زره کورنۍ به ورڅخه ګټمنې شي، پدې کې د کاریزونو پاکول دي، د کلیوالي سړکونو جوړول دي، استنادي دیوالونه دي، هغه پروژې چې مخکې ملي پیوستون پروګرام تطبیق کړي په هغو باندې بیا څارنه ده، هدف د دې پروګرام داده چې د پکتیکا خلکو ته په کې لنډ مهاله کار پیدا شي او دوی په خپله په خپلو کلیو کې کار وکړي.))

د پکتیکا یو تن قومي مشر د کار موندنې په برخه کې یادې پروژې ګټورې وبللې او زیاته يې کړه، چې پدې سره به وزګار کسان د بهرنیو هېوادونو له مسافرتونو راوژغورل شي:

((نن پدې باندې ویاړو هغه خلک کوم چې نن به نورو هېوادونو ته کار او مزدورۍ پسې تلل، دا د ژمي سړې شپې به يې په پردیو هېوادونو کې تېرولې، د هغوی لپاره بېرته په خپل کلي او قوم کې کار پیدا شو، هم پیسې ورکوي او هم خپل کارونه پرمخ بیايي.))

د پکتیکا د کلیو د پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې پدې فنډ به په اول ګام کې هغه ټولګټي او کلیوالي پروژې ترمیم او ورغول شي، چې په تېره یوه لسیزه کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې یا د نورو برنامو په چوکاټ کې عملي شوي، خو اوسمهال ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.

همدرانګه پدې برنامه کې د یو شمېر کلیوالي سړکونو رغونه، د کاریزونو پاکول او د استنادي دیوالونو جوړول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG