د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل


چارواکي وايي ، په مرکزي عراق کې د یو ځانمرګي برید په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانوژونکي نن دوشنبه په عین التمر ښارګوتي کې هله چاودنه وکړه چې امنیتيو ځواکونو یې پنځه ملګري ور ووژل او د هغه له کوره چاپیره شول. په برید کې شپږ نور کسان زخمیان شوې دي.

عین التمر د اهل تشیعیو ښار کربلا په مغرب کې په ۵۰ کلومیټرۍ کې پروت دی. په تېر اګست میاشت کې هم وسله والو په عین التمر کې برید کړي وو چې پکې ۱۸ کسان وژل شوي ول او د هغه برید زمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG