د لاسرسي ځای

ماسکو له واشنګټن سره اړیکو سمولو ته تیار دی


ماسکو وايي، په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشر کېدو وروسته دوی له واشنګټن سره ژر تر ژره د اړیکو بیرته سمولو لپاره کار کولو ته تیار دي.

تاس خبري اژانس نن د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف په حواله ویلي، روس بغیر د وخت ضایع کولو له امریکا سره اړیکو سمولو ته تیار دی. خو ریابکوف دا هم ویلي، د روس چارواکي د ډونلډ ټرمپ د پالیسۍ په اړه لږ مالومات لري او په دې پوه دي چې د ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پر مهال ژمنې او د ولسمشری دندې سمبالو وروسته د هغه پالیسۍ چې کیدای شي، ټرمپ یې عملي کړي، ترمنځ فرق لري.

XS
SM
MD
LG