د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نسبي امن د ولسي همکارۍ نتیجه ده


د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو ځوانانو د یوې غونډې له لارې په یاد ولایت کې د افغان ځواکونو مشران او یو شمېر منسوبین وستایل.

د غونډې ګډونوالو ویل، چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي او د خلکو سره نږدې اړیکې د دې لامل شوي، چې په خوست کې امنیت ډاډمن شي او خلک خپلې چارې په ارامه فضاء کې سرته ورسوي.

ځوانانو زیاتوله، ترڅو چې د امنیتي ځواکونو سره ولسي ملګرتوب نه وي، هغوی په یواځې ځان امن او سوله نشي تامینولای.

د خوست یو تن ځوان واحدالله نواب زوی، چې د غونډې له تابیا کوونکو څخه وو، مشال راډیو ته د یاد پروګرام په تړاو وویل:

((موږ ځوانانو نننۍ غونډه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه نیولې وه، تر څو امنیتي ځواکونه مو دا احساس وکړي، چې ولس يې تر څنګ ولاړ دی، په هېڅ میدان کې به يې موږ یواځې پرېنږدو، موږ د هرې ولسوالۍ نه ۲۵ نفره ځوانان راغوښتي ول، دا مو وپتیله چې د خپلو امنیتي ځواکونو قوماندانانو ته د سرو زرو مډالونه ورکړو، همدارنګه هغه افسرانو چې په دندو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودې، هغوی مو په ستاینلیکونو ونازول.))

د ګل نقیب په نوم د خوست یو تن ځوان وايي د دې لپاره يې د خوست امنیتي چارواکي وستایل، چې د دوی په شتون کې په یاد ولایت کې امنیت ډاډمن شوی او خلک له دوی څخه په هره برخه کې خوشاله دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي، په یاد ولایت کې نسبي امنیت د امنیتي ځواکونو سره د خلکو د نږدې همکارۍ ثمره ده.

جنرال غیرت زیاته کړه، په خوست کې د امنیت د ښه کېدو یو راز دادی، چې د ټولو پوځي ادارو تر منځ د نږدې همغږي او متقابله همکاري موجود ده:

((د خوست ولایت د ټولو ولسوالیو ځوانان راټول شوي ول، دوی د خپلو امنیتي ځواکونو څخه تقدیر وکړ یا يې دوی په تقدیرنامو او د سرو زرو په مډالونو ونازول، پدې کې شک نشته، په خوست کې کوم نسبي امنیت چې شتون لري، خلک غواړي په خپله د امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي، په خوست کې الحمدالله د امنیتي ځواکونو ترمنځ ډېره ښه همغږي ده، موږ په هر وخت کې ټول کارونه په مشترک ډول پر مخ وړي دي.))

پدې ناسته کې د ملي امنیت رييس ډګروال برکت الله څمکني وویل، څه موده مخکې وسلوالو د موسي خېلو پر ولسوالۍ څو ځلې ډله ییز بریدونه وکړل، دوی لپاره جالبه دا وه، چې تر سلو زیات ځوانان دوی ته مستقیماً ورغلل او د جګړې اولې کرښې ته د ورتګ غوښتنه يې کوله.

بل لوري ته د رحیم جان په نوم یو تن قومي مشر چې متقاعد افسر دی وايي، چې امنیتي ځواکونه د خلکو له همکارۍ پرته امن نشي راوستی، خو په خوست کې د امنیتي ځواکونو سره قومي او ولسي ملاتړ موجود دی.

قومي مشر رحیم جان زیاتوي:

((موږ هر وخت د امنیتي منسوبینو په څنګ کې ولاړ وو او د دوی څخه مو تل ملاتړ کړی دی، تر څو چې ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ ونکړي، هغوی په ښه ډول خپلې وظیفې سرته نشي رسولای، موږ د امنیتي ځواکونو په څنګ کې سل په سلو کې ولاړ یو، امنیت ته يې ولاړ یو، قوت يې ولاړ یو او بالاخره ملاتړ ته يې ولاړ یو.))

د خوست د ځوانانو لخوا د امنیتي ارګانونو د مسوولینو په ستاینغونډه کې په یاد ولایت د ملي اردو د لومړی پلې لواء قوماندان جنرال ناصر هدایت د ځوانانو احساسات وستایل، خو له هغوی يې وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شي او دوی دې هم د نظام په ټېنګښت او د خلکو د سوله ییز ژوندانه په خوندیتوب کې ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG