د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک: وفاقي حکومت دې نا-راجستر کډوال راجستر کړي


د پاکستان سياسي ګوندونو له وفاقي حکومته غوښتنه کړې ده چې د راجستر کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو موده دې د ۲۰۱۷ کال تر پایه له غځولو سره سره غېر راجستر کډوال هم راجستر کړي.

نن د ګل پر ورځ د سېفران وزارت په ودانۍ کې د افغان کډوالو په پاکستان کې د راتلونکې په باب یوه ټول - ګونديزه غونډه وشوه چې پکې سياسي ګوندونو له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې دې د راجستر کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو موده د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر مياشتې وغځوي بلکې نا-راجستر کډوال دې هم راجستر کړي.

تر غونډې وروستو د خېبر پښتونخوا وزيراعلې پروېز خټک مطبوعاتو ته وويل چې په صوبه کې يې په لکونو غېر راجستر کډوال ژوند کوي نو تر کومې به له دوی سره ګزاره کوي. نوموړي وویل وفاقي حکومت ته خواست کوي چې دا کډوال دې هم راجستر کړي چې خپل ملک ته د ستنېدو پر وخت ورسره د نړيوالې ټولنې لخوا مرستې ورکړل شي.

د پروېز خټک په وېنا چې حکومت په زور یو کډوال هم خپل ملک ته نه لېږي او تر دې دمه تر شپږو (۶) لکونو زيات کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي چې پکې تر دوه نيمو لکو پورې غېر راجستر او پاتې راجستر کډوال دي.

د جماعت اسلامي امير سراج الحق مشال رېډيو ته وويل، غېر راجستر کډوال چې کله خپل ملک ته ستنېږي نو ورسره هېڅ قسمه مرستې نه کېږي نو د انساني همدردۍ په بنياد یې له حکومته وغوښتل چې غېر راجستر کډوال دې هم راجستر کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي آر ترمخه چې دا مهال ديارلس لکه پورې راجستر او تر شپږو لکو زيات غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. د دې ترڅنګ يو اېن اېچ سي آر د راتلونکې مياشتې له لومړۍ نېټې د راجستر کډوالو خپل ملک ته د لېږلو لړۍ تر درو مياشتو ځنډولې ده او وايي چې په روانه مياشت کې به صرف هغه راجستر کډوال خپل ملک ته لېږي چا چې په تېره مياشت کې خپل نومونه له ادارې سره ثبت کړي و او د کډوالو د بېرته ستنېدو عمل به د راتلونکي کال مارچ مياشتې نه بيا شورو کېږي.

خو د عوامي نېشنل ګوند غلام احمد بلور وايي چې په تېره غونډه کې يې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د راجستر کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو موده دې زياته کړي نو امکان دی چې وفاقي کابينه يې موده وغځوي.

ياده دې وي چې وفاقي حکومت د روان کال په ستمبر مياشت کې هم د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو موده د ۲۰۱۷م کال تر مارچ مياشتې پورې غځولې وه.

دا دې هم ياده وي چې د روان کال جولايي مياشتې راهسې يو اېن اېچ سي آر له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونكي هر راجستر افغان كډوال ته د درې نيم سوو (۳۵۰) ډالرو نه علاوه د سفر خرچ په توګه د دېرشو (۳۰) نه تر اووېا (۷۰) پورې ډالره هم وركوي.

XS
SM
MD
LG