د لاسرسي ځای

د ترکي صدر رجب طيب اردوان د پاکستان په دوه ورځني سفر د راتلونکې زیارت په ورځ د نومبر په اوولسمه نېټه پاکستان ته ځي.

نوموړی به د پاکستان له صدر، وزيراعظم او نورو اعلا چارواکیو سره ویني چې د دغه هېواد د خارجه چارو دفتر په وينا په دووه اړخيزه تعلقاتو، په علاقايي او نړيوالو امورو به یې خبرې اترې کېږي۔

د ايجنډې مطابق د ترکی صدر به د پاکستان د پارلېمان مشترکه غونډې ته خطاب هم کوي۔ خو د پاکستان اپوزيشن ګوند تحريک انصاف د ترکی د صدر د راتلو په موقعه د پارليمان د غونډې بایکاټ اعلان کړې۔

د تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلې غړي علی محمد خان وائې چې د هغوي بائکاټ د وزير اعظم خلاف دې د ترکی صدر د راتګ خلاف نه۔وزيراعظم د کرپشن په کېس کې دا وخت ملزم ګرځولي شوې نو د يو ملزم په حېث هغي پارلېمان ته نشي راتللې او نه فيصلي کولې شي۔

نومړي په وينا چې ترکي او د پاکستان ورورولې رشته ده نو د تحريک انصاف پارليماني کمېټئ او سېنټ غرې به ترک صدر ته هرکلې ويلو کې خپل کرادر لوبه وي خو مشترکه غونده کې به برخه نه اخلي۔

د ترک صدر راتګ او د تحريک انصاف ګوند د فيصؒلې په اړه د سياسي چارو کار پوه ډاکټر غلام مصطفې وائې چې پاکستان يو جمهورې ملک دې او نړۍ سره ښه اړيکې ساتل جمهوريت لپاره ډېر مهم دي۔د ترک صدر راتګ د دواړو هيوادونو په ګټه ده د تحريک انصاف ګوند دې فيصلې سره به د پاکستان په جمهوريت سوال پورته شي۔

د ترکی صدر د پاکستان ولس مشر ممنون حسين په بلنه به د پاکستان دوره کوي۔د ترکی صدر طيب اردګان له دې وړاندې هم څو ځل د پاکستان سفر کړی دی،.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG