د لاسرسي ځای

دپيپلز ګوند مرکزي مشر جهانګیر بدر د خپلې طالبعلمۍ له وخته په سیاست کې پاتې شوی وو، او ګوندي ملګري وایي کله یې هم خپله سیاسي وفاداري بدله نه کړه.

د پیپلزګوند مرکزي مشر او د جهانګیر بدر سیاسي ملګری قمرالزمان کایره وایي هغه د پاکستان په پوځي کودیتاو کې جېلونه خوړلي او تشدد پرې شوی دې:

(( د هغه په سیاسي سفر کې ښه وختونه هم راغلي خو زیاتره مشکلات وو، کله چې هغه په سیاست کې راغې هغه وخت پیپلز ګوند تر یو ډېر سخت وخت نه تېرېدلو، هغه له بې نظیر بوټو او نصرت بوټو سره یو ځای د پارټۍ د فعالولو لپاره سخت کار وکړ، د لومړۍ مارشلا مقابله یې وکړه، بندي شو، او په جېلونو کې له ډېر تشدده تېر شو، هغه د پیپلز ګوند د پنجاب صوبې صدر پاتې شوی وو، د کالج له وخته په سیاست کې وو، هغه له یوې متوسط کورنۍ نه وو، خو په خپل محنت د پیپلز ګوند لوړو چوکیو ته رسېدلې وو، او د ګوند جنرل سیکټري هم پاتې شوی))

د جهانګیر بدر نوم اخیستل د پیپلز ګوند نوم اخیستل دي

د مردان نه د پیپلز ګوند یو مرکزي مشر او سېنېټر خانزاده خان وایې جهانګیر بدر د هغو ټولو ځوانانو لپاره یو مثال وو، چې غواړي سیاست ته راشې ((هغه د ټولو پوځي امرانو په وخت کې یو تحریک چلولی دی، هغه یو داسې سیاسي لیډر وو، چې نه یوازې جېلونه یې تېر کړي دي، بلکې کوړې یي هم خوړلې دي، د جهانګیر بدر نوم اخیستل د پیپلز ګوند نوم اخیستل دي،له ما سره یې ډیر نږدې تعلق پاتې شوی دی، هغه چې په کوم پخواني کور کې اوسېدو په هغه کور کې اوس هم پاتې کیدو))

د پيپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري په یو ټویټ کې د جهانګیر بدر په مړینه د درو ورځو د سوګ اعلان هم کړی دی.

جهانګیر بدر له بې نظیر بوټو سره نږدې پاتې شوی وو، او په اړه یی دا هم وییل کیږي چې تر بې نظیر بوټو وروستو هغه ګوښه کړل شوی وو، خو قمر الزمان کایره بیا وایي ((نه هغه له پاما نه وو غورځول شوی، هغه د پیپلز ګوند جنرل سیکټري وو، د احترام وړ وو، خو د هغه صحت په دې وروستیو کې ښه نه وو، او بیا هغه ته د بلاول بوټو د سیاسي تربیت کار هم په حواله کړل شوی وو، نو هغه بیا په دغه کار کې بوخت وو ))

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر افراسیاب خټک وایي جهانګیر بدر د کالج او پوهنتون له وخته په سیاست کې ډیر فعاله پاتې شوی وو،(( هغه تر ما لږ مشر وو،په ۱۹۶۸ کال کې چې کله د جنرال ایوب خان په وخت کې دلته تحریک شورو شو، نو دغه وخت هغه په پوهنتون کې وو، او زه په کالج کې، موږه دواړو په دغه تحریک کې برخه واخیسته، دی بیا په پیپلز ګوند کې شامل شو، هغه یوه اوږده مبارزه کړي ده، د ضیا الحق په وخت کې پرې ډیر تشدد وشو، خو له خپلې خبرې وا نه وښت، په ۱۹۸۶ کې چې کله بې نظیر بوټو له جلاوطنۍ وروستو پاکستان ته راغله او په لاهور کې یې یوې لويې جلسې ته وینا وکړه، نو د دغې جلسې تابیا هم جهانګیر بدر کړې وه.))

جهانګیر بدر د تیر اتوار په ورځ د زړه د دورې له وجې په لاهور کې په یو روغتون کې د ۷۲ کالو په عمر ساه ورکړه، هغه له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وو.

XS
SM
MD
LG