د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسي جرګې د ښار او کور جوړونې او عدلیې وزیرانو ته په نه-شتون(غیاب) کې د باور رایې ورکړې، خو د لوړو زده کړو پر وزیرې یې بې باوري وښودله.

ولسي جرګې ګل/دوشنبه د عدلیې وزیر عبدالبصیرانور، د ښار او کور جوړنې وزیر سید سعادت منصور نادري او د لوړو زده‌کړو وزېرې فریده مومند باندې بې باوري وښودله، خو هغوی ولسي جرګې ته حاضر نه شول.

له اجنډا سره سم ولسي جرګې غیر حاضرو وزیرانو ته د باور او عدم اعتماد لپاره د رایو صندوقونو کېښودلو پرېکړه وکړه.

د ولسي جرګې په غونډه کې ۲۰۲ وکیلانو رایې وکارولې چې اکثریت رایې یې ۱۱۸ وې، د عدلیې او د ښار او کور جوړنې وزیران وتوانېدل د رایو اکثریت ترلاسه کړي، خو د لوړو زده کړو وزیره ونه توانېده چې د وکیلانو باور خپل کړي.

ابراهیمي: حکومت دې نوی کاندید ولسي جرګې ته ور وپېژني.

ابراهیمي: حکومت دې نوی کاندید ولسي جرګې ته ور وپېژني.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د رایو پایلې اعلان کړې:

​"په خواشینۍ سره چې د لوړو زده‌کړو وزیره د ۱۳۱ رد رایو په خپلولو سره له صلاحیته ولوېدله او موږ له جمهوري ریاسته غواړو چې د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره نوی کاندید ولسي جرګې ته ور وپېژني."

د افغانستان لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند په ګډون ولسي جرګې په تېرو درو ورځو کې پر شپږو وزیرانو بې باوري ښودلې.

فریده مومند

فریده مومند

د شنبې ورځ یې د بهرنیوچارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران او په یکشنبه یې د پوهنې او ترانسپورټ وزیران په نه شتون (غیاب) کې له باوره واېستل، خو د مالیې وزیر باندې یې باور وکړ.

پر وزیرانو د نه باور لامل د پراختیايي بودجې ۷۰ سلنه نه مصروفول ګڼل شوی.

جمهوري ریاست پر وزیرانو د نه باور کولو پرېکړې خپه کړی دی.د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه دوی له سترې محکمې د وضاحت غوښتنه کړې.

بل خوا د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په غونډه کې پر وزیرانو د نه باور په اړه هم تاوده بحثونه وشول، ځینو وکیلانو استدلال کاوه چې اوسنیو حالاتو ته په کتو باید وزیران له بې باورۍ سره نه وی مخامخ شوي، خو یوشمېر نور بیا د ولسي جرګې په صلاحیتونو ټینګار کاوه او د نه – باورپرېکړه یې پرځای بلله.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان عرفان ازادي راډيو ته وویل د هېواد روانو حالاتو ته په کتو د وکیلانو ترمنځ ذهنیت دا دی چې وړو وزیرانو ته باید د باور رایه ورکړي.

عرفان: موږ په دې فکر کې یو چې زیات وزیران وساتل شي.

عرفان: موږ په دې فکر کې یو چې زیات وزیران وساتل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوشمېر وکیلان په دې فکر کې دي، هغه وزیران چې وړتیا لري د دې لپاره چې کابینه فلج نه شي باید د بارو رایه ترلاسه کړي، موږ په دې فکر کې یو چې زیات وزیران وساتل شي."

ټاکل شوې چې ولسي جرګه د سېشنبې په ورځ د کرنې، مخابراتو، اوبو او انرژۍ او د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزیران د باور رای اخیستو لپاره جرګې ته ور وغواړي.

راپور: رحمت الله افغان

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG