د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي، په امریکا کې ناقانونه کډوال نه پرېږدي


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دی خپله هغه ژمنه چې میلیونونه غیرقانوني کډوال به له امریکا وباسي، عملي کړي. په دې کې څه باندې هغه درې ميليونه کډوال هم شامل دي چې په اړه يې ټرمپ وايي، د جنورۍ پر شلمه چې د ولسمشرۍ څوکۍ سمبال کړي، نو دغه کډوال به سمدستي له امریکا وباسي.

ټرمپ په یوه ټېلیویژني مرکه کې چې د ګل په ورځ خپره شوه، وويل هغه کسان به نيسي چې مجرمان دي، د جرمونو ريکارډ لري او د نشه يې توکیو کاروبار کوي.

نوموړي وويل، د ده د پلان له مخې له ټولو شا و خوا یوولس اعشاریه درې میلیونه هغو کډوالو څخه چې نه دي رجسټر شوي، ممکن ده دوه يا څه باندې درې ميليونه کډوال سمدستي له امريکا واېستل شي او یا قېد کړل شي.

منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه چې ایا د امریکا او مېکسیکو ترمنځ په ټول سرحد کې د امنیتي دېوال جوړولو ژمنه به عملي کوي که نه وویل، کېدی شي ټول دېوال له کنکريټو جوړ نه شي، په ځینو برخو کې کېدی شي ازغن تار ولګول شي خو په ځینو سيمو کې به دېوال جوړول ډېر مناسب وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG