د لاسرسي ځای

م.م افغان جګړې ته پر دوام ورکوونکیو بندیزونه لګوي


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه غواړي د افغان حکومت پر هغو وسله والو مخالفینو بندیزونه ولګول شي چې جګړې ته دوام ورکوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو بندیزونو کمېټې مشر د ګل ورځ د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل چې د بندیزونو په لیسټ کې باید د هغو وسله والو مخالفینو نومونه شامل شي چې تر اوسه یې د سولې په اړه هېڅ فکر نه دی کړی او لا هم تره ګريزو حملو ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې په دې اړه چې ملګري ملتونه د دې بندیزونو غوښتنه د ترهګرو ډلو پر غړیو کوي که پر مشرانو، جزیات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې دا بندیزونه به څوک او څنګه لګوي.

XS
SM
MD
LG