د لاسرسي ځای

اسلام اباد - د پنجاب د ګجرات سیمې پوليس وايي، هغه مشکوکه کسان يې نيولي دي چې له وجې يې يوې ښځې ځان وژلی.

پوليس چارواکو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې څو ورځې مخکې د ګجرات په ډلو غربي سيمه کې پنچايت (جرګې) د پلار د جرم په بدل کې د هغه په واده شوې لور د جنسي تېري کولو امر وکړ.

تر دې وروسته هغې ښځې ځان ته اور واچاوه چې بيا په ژوبل حالت کې د لاهور مېو روغتون (هسپتال) ته ورسول شوه او هم هلته يې دوه اوونۍ مخکې سا ورکړه.

پوليس وايي، د پېښې په تړاو یې د پنچایت یا کلیوالې جرګې ځېنې غړي نیولي او پلټنې روانې دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سامانونو پر دې پېښه د خپګان څرګندونه کړې.

په اسلام اباد کې د ښځو حقونو لپاره کارکوونکې ثمر من الله وايي، د دې قسمه پېښو مخنيوی هله کېدای شي چې د قوانينو له عملي کولو سره، سره د خلکو په سوچ کې هم بدلون راوستل شي:

((په ۲۰۰۴ز کې سپريم کورټ يوه فیصله کې ويلي ول چې د پنچايت يا جرګو له لارې يوه نجلۍ په سوره يا وني کې ورکول غير قانوني ګام دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې بايد موږ د خلکو په سوچ کې بدلون راولو. دا يوازې د حکومت کار نه دی. بايد په تعليمي نظام کې هم بدلون راوستل شي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د جوماتونو ملايان په دې اړه خلکو کې پوهاوی راولي او هغوی ته ووايي چې دا قسمه کارونه غير اسلامي دي.))

همداراز په پېښور کې د قانوني چارو کارپو اکبر هوتي وايي د جرګې پرېکړه په بشپړه توګه غيرقانوني ده:

((دا ډيره د افسوس خبره ده. د پنچايت لخوا پر يوه مېرمنه د جنسي تېري کولو امر کول يو غير انساني، غېرقانوني او غير اخلاقي ګام دی. که څوک پر چا جنسي تشدد وکړي نو هغه ته د سزا ورکولو لپاره په پاکستان کې قوانين شته او د هغه پرضد به باقاعده عدالتي کارروايې کېږي. نو چې دا هرڅه شته نو بيا يو تن څنګه کولای شي چې هغه داسې فیصله وکړي چې هغه د ځمکې پر مخ يا د نړۍ په تاريخ کې يوه توره فیصله وي.))

پوليس وايي، د يادې ښځې پلار د روان (۲۰۱۶ز ) کال په مارچ مياشت کې پر يوې ماشومې نجلۍ جنسي تېری کړی وو چې په بدل کې يې پنچايت د هغه پر لور د جنسي بريد کولو امر وکړ.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG