د افغانستان ولسي جرګې په خپلې دوهمې استېضاحیه غونډه کې د کابینې دوه نور وزیران هم له خپلو وزارتونو لری کړي دي.
ټاکل شوې وه چې د مالیې، پوهنې او ترانسپورټ وزیران د ولسي جرګې د یکشنبې د ورځې په استېضاحیه غونده کې ګډون وکړي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې غونډې ته حاضر نه شول.
د دغې جرګې غړو د یکشنبې په ورځ د مالیې، پوهنې او ترانسپورټ وزیرانو په غیاب کې د رایو صندقونه کېښودل او دوه وزیران سلب صلاحیت شول او یوه وزیر د اعماد رایې خپلې کړې.
په دغه غونډه کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د تراسپورټ وزیر محمدالله بتاش سلب صلاحیت شو، خو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته وکیلانو د اعتماد رایه ورکړه.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي له حکومت وغوښتل چې دا کوم وزیران سلب صلاحیت شوي دي د هغو پر ځاي نوي وزیران د اعتماد د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.