د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د اقتصادي لار له پروژو هېڅوک نه بې برخې کېږي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د چین – پاکستان اقتصادي لار له پروژو یې د هېواد یوه صوبه یا سیمه هم بې برخې کړې نه ده او دا چې د ګوادر له بندره به افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ګټه پورته کړي.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په ګوادر کې د بندر پرانیستو غونډې ته په وینا کې نواز شریف وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې ((د افغان وروڼو لپاره مرکزي لار)) پراخوي چې به ((له قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او چمنه تېرېږي.)) ده وویل، په بلوچستان کې د اقتصادي هلو ځلو پیلولو لپاره حکومت د ((ازاد تجارت مرکز جوړولو منظوري ورکړې، ځمکه یې بېله کړې چې په ځانګړي ډول به وروسته پاتې سیمو ته ګټه ورسوي.)) شریف وویل، د ګوادر پرمختیا لپاره یې د اربونو روپیو پروژې پیل کړې دي او ژر به ((د ۳۰۰ مېګاواټه برېښناکوټ هم جوړ شي.)) پرانیستغونډې ته په پاکستان کې د چین سفیر سن ويډونګ هم وینا وکړه او و یې ویل چې له دې پروژو سره به ((د پاکستان ټولې سیمې له یو بل سره وتړل شي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG