د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر بندر ته سړک له پښتونخوا او بلوچستانه تېرېږي: نواز شریف


د ګوادر بندر یو انځور
د ګوادر بندر یو انځور

کوټه، اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د چین – پاکستان اقتصادي لار له پروژو یې د هېواد یوه صوبه یا سیمه هم بې برخې کړې نه ده او دا چې د ګوادر له بندره به افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ګټه پورته کړي.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په ګوادر کې د بندر پرانیستو غونډې ته په وینا کې نواز شریف وویل، د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې ((د افغان وروڼو لپاره مرکزي لار)) پراخوي چې به ((له قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او چمنه تېرېږي.))

ده وویل، په بلوچستان کې د اقتصادي هلو ځلو پیلولو لپاره حکومت د ((ازاد تجارت مرکز جوړولو منظوري ورکړې، ځمکه یې بېله کړې چې په ځانګړي ډول به وروسته پاتې سیمو ته ګټه ورسوي.))

شریف وویل، د ګوادر پرمختیا لپاره یې د اربونو روپیو پروژې پیل کړې دي او ژر به ((د ۳۰۰ مېګاواټه برېښناکوټ هم جوړ شي.))

ده زیاته کړه چې ((د ژوب – ډېره اسماعیل خان سړک پراخولو کار په چټکۍ سره روان دی)) چې دا به د سیمې خلکو ته د روزګار موقعې برابرې کړي.

نواز شریف د بلوچستان صوبايي حکومت ستاینه وکړه چې د ده په وینا، د ((چین – پاکستان اقتصادي لار پروژو بریا لپاره یې زیار ایستلی دی.))

ده د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم مننه وکړه چې د پروژو ساتنې لپاره یې امنیتي اقدامات کړي دي.

پرانیستغونډې ته په پاکستان کې د چین سفیر سن ويډونګ هم وینا وکړه او و یې ویل چې له دې پروژو سره به ((د پاکستان ټولې سیمې له یو بل سره وتړل شي.))

ده زیاته کړه چې له کاشغره یوه ((سامان وړونکې قافله د پاکستان له ټولو صوبو څخه تر تېرېدو وروسته ګوادر ته رسېډلې ده.))

د ګوادر بندر پرانیستو غونډه پر داسې وخت شوې چې د شنبې پر ماښام د خضدار په شاه نوراني مزار کې د اسلامي دولت ډلې په ځانمرګي برید کې له ۵۰ څخه زیات زایرین وژل شوي او له ۱۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG