د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې پارلېماني پلاوی ایران ته ځي


د روسیې د پارلېمان یو پلاوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ ایران ته رسمي سفر کوي. د روسیې فېډریشن کونسل/ پارلېمان پلاوی مشري به سپیکره والنتینا میتويېنکو کوي.

د روسیې پارلېماني غړي به د ایران د پارلیمان سپیکر علي لاریجاني په ګډون د هغه هېواد له سیاستوالانو سره ویني. ټاکل شوې ده چې دواړه هېوادونه به د اقتصادي اړیکو او سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي او د ایران او روسیې د ولسمشرانو له لوري په اګست کې په باکو کې د لاسلیک شویو دوه اړخیزو معاهدو د عملي کېدو پر لارو چارو خبري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG