د لاسرسي ځای

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد زرګونه خلکو مظاهرې کړي


د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د منتخب کېدو پر ضد زرګونه خلکو پرون هم په مختلفو ښارونو کې مظاهري کړي .

په زرګونه کسان د نومبر په ۱۲ مه د شیکاګو ښار په مرکز کې مظاهره وکړه.

د دوی نعره وه ((کرکه او وېره نه غواړي او د کډوالو هرکلی کوي))

د رېپبلېکن ګوند ډونلډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کیمپېن پر مهال د کډوالو، مسلمانانو او ځېنو نورو خلکو پر ضد بیانونه ورکړي ول چې ورسره دا اندېښنې پیدا شوې وې چې د ډونلډ ټرمپ انتظامیه به د نوموړي دغه خبرې د سختو ګامونو په پورته کولو سره پوره کړي.

ټرمپ چې په لومړي سر کې يې د لاریون کوونکو په اړه په غبرګون کې په هغوی نیوکه کړې وه او ویلي یې ول چې ((دا حرفه يي کسان د مطبوعاتو له لارې پارول شوي،)) وروسته یې خپلې خبرې واخیستې او هغوی یې وستایل.

دا لاریونونه زیاتره سوله ییز ول خو په لاس اېنجلس کې له ۳۰۰۰ کسانو څخه چې د پولیسو پر خبرداریو سربېره خپاره نه شول، ۲۰۰ کسان ونیول شول. د ډونلډ ټرمپ ځینو مخالفینو بیا د لاسلیکونو په ټولولو پیل کړی او له انتخاباتي کالجه غواړي چې هېلري کلېنټن دې ولسمشره اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG