د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې ډرون برید ۱۳ وسله وال وژلي


په ننګرهار کې په ډرون برید کې ۱۳ وسله وال وژل شوې دي.

د اتوار پر ورځ د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي مشال رېډیو ته وویل ، پرون مازیګر په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې ۱۳ وسله وال وژلي دي.

خوګیاڼی وایي چې په ډرون برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG