د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیارتوال: د حکومتي کالجونو استادان دې کار پیل کړي


د بلوچستان تعلیم وزیر وايي، بايد د کالجونو استادان د ګل پر ورځ خپل کار بیرته پیل کړي.

عبدالرحیم زیارتوال د اتوار پر ورځ له مشال رېډیو سره په مرکه کې وویل، د کالجونو استادانو غوښتني يې منلي دي. د ده په خبره د نومبر له دویمې نېټې راهیسې د کالجونو استادانو هړتال پیل کړی چې له وجې یې د زیاتره زده کونکو تعلیم ته زیان رسېدلی. د بلوچستان کالجونو استادانو مشال رېډيو ته ويلي دي چې په هاسټلو کې د شپې مهال زده کونکو ته د ښوونې په بدل کې به حکومت دوی ته اضافي پیسې ورکولې چې د ۲۰۱۵ز کال له جولای مياشتې راهيسې بندی دي چې له کبله يې دوی په هړتال لاس پورې کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG