د لاسرسي ځای

تازه خبر

خضدار مزار برید، د وژل شوو کسانو شمېر ۵۲ ته ورسېد


د خضدار پر شاه نوراني مزار شوې بمي چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵۲ ته ورسېد.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي د اتوار پر سهار رسنیو ته وویل د خالي پر ماښام شوي دغه بريد کې له ۱۰۰ زیات زایرین ژوبل شوي هم دي.

بلخوا د قلات سیمې کمیشنر محمد هاشم غلزي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل : ((زموږ د پلټنو له مخې دا ځانوژونکى بريد وو، يوه هلک کړی دی چې د بدن ټوټې يې موږ تر لاسه کړې او د ډي اين اې معايناتو لپاره مو ولېږدولې. په چاودنه کې له اوو تر اتو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي، په دې مزار کې چې زر يوولس سوه کسان را ټول وي، ښځينه او نارينه ګډ وي، کله چې دوى د وجد په حالت کې وو دې هلک هلته ځان چوولى دى. تر اوسه مو له دې ځايه د ٤٢ تنو مړي او تر سل زيات ټپيان ايستلي، خو دا کره شمېر نه دى))

داعش وسله والې ډلې په خپل خبري اژانس اعماق کې په یو بیان کې ویلي چې دا برید د دوي پلویانو کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG