د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۳ تنه داعش وسله وال وژل شوي


افغان چارواکي وایي چې د اچین ولسوالۍ مامند دره کې د هوایي بریدونو له امله ۱۳ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل: یاد بریدونه د جمعې په ورځ ناوخته تر سره شوي چې له امله یې ۱۳ تنه داعش وسله وال چې ګرد سره بهرني وګړي دي وژل شوي دي.

مشرقیوال وايي چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG