د لاسرسي ځای

تازه خبر

چودري نثار: ډان ورځپاڼه دې خپل خبريال تحقيقاتي کميټۍ ته حاضر کړي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي چې. د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې خبريال سيرل المېډا په اړه ويلي، چې يادې ورځپاڼې ته يې پېغام لېږلی چې خپل خبريال د حکومت تحقيقاتي کميټۍ ته حاضر کړي.

نوموړي دا خبره د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د نادرا د شکايتونو نظام د پرانستې پر مهال خبريالانو ته وکړه.

سېرل الميډا څو اوونۍ مخکې خبر ورکړی وو چې پکې ويل شوي وو، ولسي حکومت په غونډه کې پوځي چاراکو ته ويلي چې د ترهګرو پر ضد دې ګامونه پورته کړي ګنې پاکستان به په نړيواله کچه يوازی شي.

حکومت او پوځ دا خبره ناسمه بللې وه او د خبر د سرچينو د معلومولو په اړه يې تحقيقاتي کمېټۍ جوړه کړې ده. په دې لړ کې د دې هېواد د اطلاعاتو وزير پروېز رشيد هم له خپلې دندې ليرې کړل شو چې لامل يې په دې لړ کې بېغوري په ګوته شوې وه.

چودري نثار پر دې مهال زياته کړه چې د پاکستان په ټولو ضلعو کې به د پاسپورټ دفترونه خلاصوي. نوموړي وويل چې دادفترونه به د راتلونکې کال په فبروري مياشت کې خلاصوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG