د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو او مېندو د مړه کېدو کچه لوړه شوې


د خيبر پښتونخوا يو حکومتي رپورټ وايي، په صوبه کې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې تر ۳۵۰۰ زيات ماشومان له زېږېدو وروسته مړه شوي دي.

دا معلومات د صوبې د ضلعو په کچه د اطلاعاتو مرکز په تازه رپورټ کې په ډاګه کړي چې د جمعې په ورځ مشال راډیو تر لاسه کړ.

رپورټ وايي، په دې کې۱۶۰۰ ماشومان هغه دي چې تر يوې مياشتې پوري ژوندي پاته شوي او تر ۲۰۰۰ زيات ماشومان هغه دي چې د يوکال په عمر کې مړه شوي دي.

حکومتي رپورټ زياتوي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۳۲ میندې هم د ماشوم د زوکړې پر وخت مړې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG