د لاسرسي ځای

احس اقبال: پر غربي سړک کار په چټکۍ سره روان دی


د پاکستان پلانونو وزیر احسن اقبال وايي، د چین – پاکستان اقتصادي لار پر غربي سړک په چټکۍ کار روان دی چې وار له مخې فعال شوی هم دی.

نوموړي تېر ماښام په پېښور کې له اعلا وزیر سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، څو ورځې مخکې له چینه یوه سامان وړونکې قافله له غربي لارې تېره شوې او تر ګوادره رسېدلې ده: کټ

احسن اقبال د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر سپیکر غږ وکړ چې د اقتصادي پروژو په اړه په عدالت کې داخل کړی غوښتنلیک دې بېرته واخلي. د اعلاوزیر له دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې خپلې ژمنې دې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG