د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو خدمتونه ولسوالیو ته غځیږي


په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون مشران وايي، چې غواړي خپل فعالیتونه د مرکز سربیره یو شمېر ولسوالیو ته هم وغځوي.

دوی زیاتوي، په مرکز کې د ناورغانو د مراجعې د ډېریدو له کبله اړ شوي، تر څو د عادي او نارملو ولادتونو لپاره په ځنو ولسوالیو کې څانګې پرانیزي او پیچلي ولادتونه د خوست مرکز ته انتقال کړي.

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون مرستیال سلامت خان مندوزی وايي، یاد روغتون په پیل کې یواځې د مغلقو او پیچلو ولادتونو ناروغانو ته خدمتونه په پام کې درلودل، خو د هر کال په تېریدو سره د دوی روغتون ته د نارملو او عادي ولادتونو د ناروغانو مراجعه ډېریږي.

دی زیاتوي، په همدې خاطر يې په صبریو او لکڼو کې د یو نیمو لکو ډالرو په بیه د دوو وړو زیږنتونونو لپاره د ودانیو جوړول پیل کړي، تر څو نارمل ولادتونه په ولسوالیو کې او پیچلي ولادتونه د خوست مرکز ته انتقال شي.

سلامت خان مندوزی زیاتوي:

((د نارملو ولادتونو په زیاتیدو سره د بې پولې ډاکټرانو په مرکزي روغتون بوج ډېر شوی، نو په ولسوالیو کې يې روغتونونه پرانیستل، تر څو عادي ولادتونه په ولسوالیو کې صورت ونیسي او پیچیده او مغلق ولادتونه مرکز ته انتقال شي، پدې سره به له یوې خوا د مور او ماشوم د مړینې کچه تيټه شي او بل لوري ته خلک خپل نږدې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.))

بې پولې ډاکټرانو په 2012کال په خوست کې خپل فعالیتونه د زیږنتتون د یو مجهز روغتون د جوړولو له لارې پرانیستل، چې له هماغه وخته په کې هره ورځ لسګونه ولادتونه صورت نیسي او خدمتونه يې هم د مراجعینو له نظره ښه حسابیږي.

د لکڼو یو تن قومي مشر سخي جان سرحدي یادې سیمې ته د بې پولې ډاکټرانو د فعالیت د غځونې د اړتیا او ارزښت په باب وايي:

((په لکڼو کې د دې کلینک د کار د پیلولو ډېره زیاته اړتیا وه، ځکه دا ډېره لویه ساحه ده، دا تر هاونخېلو، قدمو، صدقو، لنډرو، خرڅین حتي مدي خېلو او شمل دا ټول د دې ځای نه استفاده کوي، لدې ځایه خوست بازار ته ۲۰ کیلومتره لاره ده، خلک غریب دي، تر مرکزه د مصارفو مخه نه ویني، بیا کله مشکلات داسې وخت پيښيږي، چې شپه وي، دا د خلکو لپاره ډېر سهولت جوړ شو او د خلکو ډېر زیات مشکلات به رفع شي.))

بې پولي ډاکټرانو روغتون د نادشاه کوټ، ګربزو، سپېرې او تڼیو د روغتیايی مرکزونو او کلینیکونو سره په لوژستیکي او مالي برخو کې او ځنو سره هم د ډاکټرانو د اسخدام په برخه کې مرستې شروع کړي دي.

خوست والي حکم خان حبیبي وايي، چې دوی هڅه کړې، تر څو د مور او ماشوم لپاره د ښو او معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر بې پولې ډاکټرانو اداره وهڅوي تر څو هغوی خپل فعالیتونه ولسوالیو ته هم انتقال کړي.

خوست والي وړاندې وايي:

((ولسوالیو ته د بې سرحده ډاکټرانو د فعالیتونو غځونه زموږ د هغو هڅو نتیجه وه، چې وموغوښتل د خوست د مرکز نه دغه فعالیتونه ولسوالیو ته وغځول شي، چې په لومړیو کې دوه فرعي کلینیکونه یا څانګې ګربزو او نادشاه کوټ ته غځول شوې وې، په دویم قدم کې لکڼو او صبریو ته او تدریجاً به دغه فعالیتونه نور ولسوالیو ته هم وغځول شي.))

د خوست یو تن مدني فعال فریدالله ظاهر وايي، چې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون سره خلکو ته په صحي او اقتصادي لحاظ ډېره ګټه رسیدلې، ځکه پدې روغتون کې د خلکو پیسې نه مصرفیږي، خدمتونه د ښار په پرتله معیاري دي، واسطې او پېژندګلوی ته په کې اړتیا نه لیدل کیږي او نوي زیږیدلي ماشوم ته په کې واکسین هم تطبیقیږي.

XS
SM
MD
LG