د لاسرسي ځای

تازه خبر

مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ وسله وال برید شوی


د مزار شریف برید سیمه
د مزار شریف برید سیمه

پراګ - په مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ په وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد بېګا ناوخته مشال راډیو ته وویل، دا یو موټر بمي ځانمرګی برید وو چې د شپې شاوخوا ۱۱ بجې شوی.

د بلخ پولیسو قومندان جنرال حسیب قریشي مشال راډیو ته وویل، وسله والو د جرمني کونسلګرۍ په وره کې موټر بمي حمله کړې:

((وسله والو په مزار شریف ښار کې د جرمني کونسلګرۍ په دروازه کې موټر بم حمله کړې. هېوادوال مو شهیدان شوي او څو تنه ژوبل هم دي. په سیمه کې وضعیت د افغان او بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې دی او ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.))

مزار شریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید اووه کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

قریشي وویل، په برید کې کوم جرمنی ډېپلوماټ نه دی ژوبل شوی.

د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري د جمعې پر سهار مشال راډیو ته وویل، د هغې موټر بم حملې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول.

د بلخ د امنيت امر وايي، د تېرې شپې په حمله کې د لاس درلودلو په شک يې يو تن نيولى دى.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د حملې غندنه کړې او وايي، په ژوبلو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په برید کې ۱۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

د جرمني پر کونسلګرۍ برید اووه کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، په پېښه کې د جرمني کونسلګرۍ ودانۍ ځېنو برخو ته ((زښت زیان)) رسېدلی دی. ماموریت بېګا شپه ناوخته وویل، د کونسلګرۍ کارکوونکي یې محفوظو ځایونو ته انتقال کړي دي.

په برلېن کې جرمن چارواکو بېګا ناوخته بېړنۍ غونډه وکړه. د جرمني بهرنیو چارو وزارت سهار وختي وویل، له کونسلګرۍ له ۲۰ څخه زیات کارکوونکي محفوظ ځای ته انتقال کړل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، د برید پر وخت زیاتره خلک په کورونو کې ویده ول او چې چاودنه وشوه نو د کوټو کړکیو ښېښې ماتې شوې چې پکې ګڼ کسان ژوبل شول.

ویل کېږي په تاجکستان کې افغان سفیر هم په برید کې ژوبل شوی دی ځکه چې کور یې د حملې ځای ته نېږدې وو.

وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې.

XS
SM
MD
LG